Monday, March 2, 2009


ژوند څه شی دی؟


ژوند لکه یو پراخه او ناپیژندل شوی ،له ِسرَّه ډک بحر او د ډیرو معنا و و درلودونکی دی ،چه په هغه کی هر څومره پلټنه وکړو بیا هم کمه ده.
څومره به ښه وای چه وخوځیږو او په دی باب لږ فکر وکړو چه ژوند څه شی دی او په هغه کی څه وکړو؟
باید پوه شو چه ژوند ښکلی دی ، مینه ،محبت ،الفت، ښکلی دی، پیژندگلوی ،ریښتینولی،او معنویت ښکلی دی.
ژوند مینه ده او محبت دی،پیژندگلوی ده او ریښتینولی ده.
ژوند معنوی او مادی اړخونه لری.
مادی اړخ، یعنی مادیات ،څیزونه او هیلی او مادی غوښتنی دنیوی چاری دی.
په ژوند کی انسانان هیلی او غوښتنی ، کمی ، عقدی او رواجونه چی ځینی په تیر او ځینی په اوس محال پوری تړلی دی یو لوی خنډ دی،چی مونږه د اصلی ژوند مستی او خوب ته چی عبارت له مینی ،محبت ،الفت ، پیژندگلوی او حقیقت څخه دی رسوی.
مادی اړخ منفی او مثبتی خواوی لری،که چیری په خپل ژوند کی له مادی اړخ څخه په مثبته توگه گټه واخلو سرلوړی او بریالی به وو. هغه وخت په دی آند کیږو چی په مثبت لوری وخوځیږو او هغه څه چی الله (ج) امر کړی دی تر سره کړو او مینی ته په خپل وجود کی ځای ورکړو او هغه وخت کولی شو دا خوند تر لاسه کړو چه خدای( ج) او حقیقت ته ورسیږو ، هغه وخت چه حقیقت ته ورسیږو د ژوند اصلی خوند پیدا کوو او د هغه اصلی ژوند سره چه په هغه کی غم ،رنج او سختی موجودی دی یو ځای کیږو.
او که چیری په منفی لوری وخوځیږو او د الله تعالی له اوامرو څخه سرغړونه وکړو ، نو د شیطان لاره مه غوره کړی ده او نه به د ژوند مینی او محبت ،الفت ، پیژندگلوی او ریښتنولی په معنی پوه شو نو په دی صورت کی ، ژوند بی معنی ، لوبه او ټول بی ځایه دی.
افسوس ای خلکو ، په دی نړی کی هر څه تیریدونکی او بی ارزښته دی ، هغه څه چی په دی نړی کی ارزښت لری ستاسو خپل وجود دی ، هغه وجود چه د مینی ، محبت ،پیژندگلوی او ریښتنولی په مټ تل پاتی کیدلی شی.
مینه ، محبت او سپیڅلی الفت ، احساس ،د نفس تسکیه ښکلی دی،ټولی نیکی ،پاک احساسات ستاسو په بدن کی نغښتی دی ، هغه باید وپلټو ، هر څه په مونږ کی دی مگر ز مونږ پاملرنه او هیله د باندی ده ، راځی چی د خپل وجود د پرمختک په پلټنه کی شو، ژوند او دهغه ټولی ښکلاوی او خوندونه مونږ باید مست نکړی ،باید په خپل گریوان کی وگورو ، له ځانه یی پیل کړو ، اوس هم لا وخت دی ، خپله یی باید رامنځ ته کړو ، او ژوند د الهی قوانینو پر بنست تعریف کړو .
ژوند یوه ډالی او آزموینه ده . کله لوړه ، کله ښکته ، کله په سختی کی ، کله په نرمی کی ،کله په خوشحالی کی او کله هم په غم تیریږی.
ددی په منځ کی باید له یاده و نه باسو چه ژوند له اوس محاله پیل کړو او د اوج ته رسیدو په باب یی پاملرنه وکړو تر څو د لټی په تیږو و نه خوییږو او د مثبت لاستی په مټ په ډیر احتیاط سره وخوځیږو تر څو پایله یی په دی نړی کی بریالی او په هغه نړی کی همیشنی ژوند هم بریالی و اوسی.
گرانو دوستانو راځی مخ کی له هغه چی له دی فانی دنیا څخه سترگی پټی کړو او ومرو خپل ځان خاوره وگڼو.
او اوس هغه ډول ژوند وکړو چه هیڅ و نه مرو او دخپل ژوند داسی څارنه وکړو چی مرگ هیڅ کله و نشی کولی پر مونږبریالی شی.
دا هغه وخت کیدلی شی چی په خپله هره پاتی شپه او ورځ کی نیک کارونه چه د الله تعالی د قوانینو پر بنسټ چه ټول انسانان د هغی غوښتونکی دی ترسره کړو او په خپلو کارونو او کړنو باندی فکر وکړو
ژوند باید داسی و انځوروو:هره شیبه چی تیریږی او هغه شیبه چه راځی ، په دی شیبو کی هیڅ اعتبار نشته ، هره ساه چه وزی بیرته نه ننوزی ،په دوی باندی اعتبار نشته،مونږ تول په دی باور لرو چه مرگ حق دی ،ولی څوک نه پوهیږی چه مرگ به څه وخت ز مونږ په لوری راځی کیدی شی ز مونږ مرگ د خدای له لوری وی.......
باید له یاده و نه باسو چه د ژوند د پر مختک په برخه کی هغه ډول آند ولرو چی تر څو نړی ژوندی وی مونږ هم ژوندی وو، او هیڅ کله د پرمختک ،نیکو کارونو څخه لاس وا نه خلو.
د ټولو د ښه او تل پاتی ژوند په هیله.

لیکوال :محمد عظیم الفتی

Thursday, January 22, 2009


شتمنی

ترټولو غوره شتمنی روغتیا ده
ترټولو غوره شتمنی نصحیت دی
ترټولو غوره شتمنی تجربه ده
ترټولو غوره تجربه کړنه ده
ترټولو غوره شتمنی پوهه ده
ترټولوغوره پوهه نیک مرغی ده
ترټولو غوره شتمنی ځوانی ده
ترټولو غوره ځوانی فداکاری ده

لیکوال:محمد عظیم الفت